د بامیانو ولایت هم پرته لۀ مقاومته طالبانو ته وسپارل شو

د بامیانو ولایت هم پرته لۀ مقاومته طالبانو ته وسپارل شو
لۀ دایکندي وروسته بامیان هم د طالبانو ولکې ته ولوېد، ځینې سرچینې وايي چې د طالبانو لۀ ورتګ وړاندې د بامیانو ولایت دولتي تاسیسات چور شوي.
بامیانو کې خبریالان وایي چې ددغه ولایت مرکز هم له کومې جګړې پرته د طالبانو لاس ته ولوید، بلخوا د میدان وردګو مرکز میدان ښار له سقوط وروسته د بګرام ولسوالي هم د طالبانو لاسته لویدلې ده، دغه راز طالبانو اعلان کړی چې د خوست ښار ته هم داخل شوي او د حکومتي ادارو نیول یې پیل کړي دي.
اوس مهال طالبان د کابل ولایت ځیني سیمې نیولي، د کابل ښار کاملاً نظامي بڼه غوره کړې او خلک لۀ ښار نه د تېښتې پۀ حال کې لیدل کېږي.






