قزاقستان کې وضعت ښۀ شوی، روسي سرتېري به سبا لۀ دغې خاورې بېرته ووځي

0
136

قزاقستان کې وضعت ښۀ شوی، روسي سرتېري به سبا لۀ دغې خاورې بېرته ووځي

هغه زیاته کړې چې دغه سرتېري دلته نه پاتې کېږي او په راتلونکو لسو ورځو کې به په بشپړه توګه وځي.

دا څرګندونې د امریکا د هغه ادعا په ځواب کې کېږي چې ویل یې روسي عسکر د تل لپاره د پاتې کېدو په موخه قزاقستان ته راغلي دي.

(2022 / 1 / 12   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د قزاقستان حکومت وایي په دغه هېواد کې وضعیت آرام شوی او راغلي سرتېري به په راتلونکو دوو ورځو کې بېرته ووځي.

د قزاقستان ولسمشر قاسم توقایف په تازه څرګندونو کې ویلي، چې نوی حکومت او نوی لومړی وزیر یې تعین کړی دی او دوی ته لومړی سپارل شوی کار دا دی، چې پر اقتصادي مسایلو کتنه وکړي، نرخونه کنټرول کړي او د اسعارو بیې تنظیم کړي.

هغه همدا راز ویلي چې په دغه هېواد کې دمګړی وضعیت ارام شوی دی او د روسیې په مشرۍ د ګڼو هېوادونو راغلي سرتېري به د پنجشنبې په ورځ بېرته تګ پیل کړي.

اړوند موضوعات: 

بلینکن:  قزاقستان به پۀ سخته رورسي ځواکونه لۀ خپلې خاورې وباسي 

Leave a reply