پیښور کې انتظامیه د لاینس نه لرلو رکشه ډرایورانو په ضد کاروایی کړې

باغي ټي وي رپورټ
د پېښور هائي کورټ د حکم په رڼا کې د صوبې په مرکز پېښور کې ضلعي انتظاميې د ريجنل ټرانسپورټ اتهارټي او ټريفک پوليس سره په ګډه کارروايۍ کې زياتره رېکشې بې پرمټ نيولي دي.
د ريجنل ټرانسپورټ اتهارټي او ټريفک پوليس سره د ايډيشنل اسسټنټ کمشنر عادل وسيم په مشرۍ يو خاص ټيم په جي ټي روډ باندې د رکشو کاغذونو معاينه وکړه. د عملیاتو په ترڅ کې د څه باندې ۳۰۰ رکشو ډرایورانو کاغذونه او پرمټونه معاینه شوي او ۹۳ رکشو د پرمټ پرته د رکشو چلولو په تور نیول شوي دي.
د پيښور ډپټي کمشنر کيپټن (ر) خالد محمود وينا ده چې د پيښور هائي کورټ د احکاماتو په رڼا کښې د پرمټ نه د رکشه مالکانو خلاف کاروائي شروع کړې شوې ده او په ټول پيښور کښې به د لایسنس نه لرلو رکشو په ضد به اپريشن جاري وي۔






