تاجګستان افغانستان سره پر پوله امنیتي کمربند پیاوړی کوي
تاجګستان افغانستان سره پر پوله امنیتي کمربند پیاوړی کوي
امام علي داسې مهال د پیاوړي امنیتي کمربند خبره کوي، چې همدا اوس هم سلګونه روسي او تاجکستاني سرتېري له افغانستان سره پر پوله په روسي نظامي اډو کې فعالیت کوي او وایي د خپل امنیت د تامین لپاره به هڅه کوي.
(2022 / 1 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د مرکزي اسیا هېوادونو د افغانستان په اړه اندېښنه ښوودلې ده.
د ټولییز امنیت د شورا غړو د قزاقستان په اړه په جوړه شوې غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې باید له افغانستان سره پر پوله یو پیاوړی امنیتي کمربند رامنځ ته شي.
په دې غونډه کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ادعا کړې چې د افغانستان په شمالي او شمال ختیځو سیمو کې شاوخوا شپږ زره وسله وال فعالیت کوي، چې د جمعي امنیت غړو هېوادونو ته خطر جوړولی شي.
هغه ویلي چې د روسیې او سیمې د نورو هېوادونو په ګډون باید له افغانستان سره پر پوله پیاوړی امنیتي کمربند رامنځ ته شي، څو د هر ډول ګواښ پر وړاندې د غبرګون وړتیا و لري.
اړوند موضوعات:
د ا.ا.ا له تاجکستان او چین سره په پوله ځانګړي ځواکونه ګومارلي دي