د افغانستان بانک د ډیجیټلي بانکدارۍ د بیا فعالېدو هڅه کوي
د افغانستان بانک د ډیجیټلي بانکدارۍ د بیا فعالېدو هڅه کوي
د دغه بانک ویاند محمد صابر مومند رسنیو ته ویلي، پرون یې د سوداګریزو بانکونو له استازیو سره په غونډه کې د مالي خدمتونو د پراختیا او د پیسو د را ایستلو د «ATM» ماشینونو د فعالولو په اړه خبرې وشوې.
(2022 / 1/ 10 نېټه باغي ټلویزیزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان بانک چارواکي وایي، هڅه کوي چې د اې ټي اېم او پې او اېس اسانتیاوې او د موبایل په ذریعه بانکداري بېرته فعاله کړي.
د دغه بانک ویاند محمد صابر مومند رسنیو ته ویلي، پرون یې د سوداګریزو بانکونو له استازیو سره په غونډه کې د مالي خدمتونو د پراختیا او د پیسو د را ایستلو د «ATM» ماشینونو د فعالولو په اړه خبرې وشوې.
اړوند موضوعات:
د افغانستان بانک وايي چې د افغانیو د ثبات ساتلو هڅې روانې دي
مومند وایي:”افغانستان بانک یوځل بیا ګرانو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې عادي حالاتو ته د بانکې سکټور د راګرځولو لپاره جدي هلې ځلې روانې دي او ان شاء الله چې ډېر ژر به ښکاره پایلې ترلاسه شي.”