په مري کې هوټل والا په ۲۵ زره کمره راکړه خو ګرمې اوبه نه وې: د یوې بوډې شکایت

اغي ټي وي رپورټ
د اسلام آباد سره نزدې د سیلګرۍ په سیمه مري کې په یوه هوټل کې دیره یوې بوډې ښځې شکایت کړې دې چې د هوټل مالک به ۲۵ زره روپۍ کمره راکړه خو په دې هوټل کې هیڅ ګرمې اوبه نه وې.
په ورځپانړه نوای وقت کې د چاپ یو رپورټ مطابق یو شخصي ټي وي سره په خبرو کې دې بوډې ښځې اوویل چې د هوټل کمره ی په ۲۵ زره راکړې خو په دې کې نه ګرمې اوبه شته او پکې واش روم شته، هغې زیاته کړې چې تراوسه پورې ۲۵ کسان د یخنې د وجهې مړه شوي دي او په سلګونو سیلګري په واورو کې ایسار پاتې دې. بوډې ښځې اوویل چې د ساه مرض لري او ماته هیڅ کومه دوایی په لاس رانغله، هغې اوویل چې انتظامیه هیڅ به نظر نه راځي او دلته په مري کې سیلګري سخت ستونزو سره مخ دي. هغې اوویل چې هوټل والا د ۱۵ زره او ۲۰ زره روپو په بدله یوه کمره ورکوي او انتظامیه هیڅ په نظر نه راځي.






