د لنډیکوتل په لرې پرته سیمه کې دوه کسان ټپیان شوي

0
173

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل لرې پرته سیمه کې د یو خاندان دوه تنه د کوټې چت راپریوتو په وجه سخټ ټپي شوې او روغتون ته رسول شوې دي.

د ځایی سرچینو مطابق د کرمنې په درګۍ سیمه کې د محمد حکیم د کور کوټې چت د تیرو درې ورځو سختو بارانونو له وجهې راپریوت او دې په خپله او ښځه ه ټپي شول.
د ځایی خلقو مطابق دا خاندان ډیر بې وسه او غریبه دې او د کوټې د بیا جوړولو طاقت نه لري. ځایی خلقو غوښتنه وکړه چې متاثره خاندان سره دې پوره پوره مالي مرسته وکړې شی.

Leave a reply