په پاک افغان پوله ازغن تار لګول د دواړو هیوادونو په ګټه کې دې: شاه محمود قریشي

0
51

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یو بیان کې ویلي دي چې په پاك افغان پوله د ازغن تارهغه ویلي دي که څه هم د ازغن تار په لګولو کې ستونزې راپیښې شوي دي او ددې ازغن تار په لګولو کې مرګ ژوبله هم پیښه شوې دې خو د ازغن تارلګولو سره د دواړو هیوادونو ګټه ده.

د اې پي پي رپورټ مطابق د جمعې په ورځ د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر سره يو ځائي خبري كانفرنس ته په وېنا کې خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي ووئيل چې د اوږدې مودې نه پس مو د افغانستان په معامله اسلامي امت يو موټې كړو چې ددې دا مقصد ی دادې چې افغان اولس ته تحفظ ورکړې شي او په دې هیواد کې امن او خوشحالي راشي.
قریشي د یوې پوښتنې په ځواب کې اوویل چې حکومت هیڅ کوم خطره نه لری او څوک چې د حکومت په ضد تحریک چلولو غواړي نو و دې چلوي. هغه اوویل چې په ملتان کې به پرمختیایی پروژې بشپړه شی ، قریشي زیاته کړه چې د صحت کارډ ورکولو کې به هیڅ کوم وګړي سره فرق و نه کړې شي او د حکومت صحت کارډ نه به هر پاکستانۍ وګړي ګټه پورته کړي.

Leave a reply