د ا.ا.ا قزاقستان کې د رامنځته شوي وضعت د سوله ییز حل غوښتنه کړې  

0
156

د ا.ا.ا قزاقستان کې د رامنځته شوي وضعت د سوله ییز حل غوښتنه کړې  

په قزاقستان کې د نفتو له ګرانیدو سره زرګونه لاریون کوونکو د ولسمشر دفتر ته اور اچولی او حکومت یې له منځه وړی. روسیه او د دغه هېواد د حکومت نور متحدين دغه وضعيت انديښمن کړي او د بېړني حل هڅې یې پیل کړي دي.

(2022 / 1 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

افغان حکومت په قزاقستان کې له سوله ییزې لارې د رامنځته شوې پراخې ګډوډۍ پر حل ټینګار کړی دی.

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي چې افغانستان په قزاقستان کې روان وضعیت له نږدې څاري او د یوه نږدې ګاونډي او سوداګريز شريک هېواد په توګه هلته د وروستیو نا ارامیو په اړه اندېښمن دی. سرچينه زياتوي د قزاقستان له حکومت او لاريون‌ کوونکو څخه یې هیله کوي چې شته ستونزې د خبرو او سوله‌ ييزو لارو حل کړي.

د طالبانو په وينا، دوی په سیمه کې امنيت او سياسي ثبات د اقتصادي ودې، سوداګرۍ او د ولسونو د نیکمرغه ژوند لپاره اساسي شرط بولي.

اړوند موضوعات: 

تا هنوز ۸ نیروی امنیتی در اعتراضات قزاقستان کشته شدند

Leave a reply