پاکستان د ټي ټي پي پر ضد عملیات تر سره کوي  

0
215

پاکستان د ټي ټي پي پر ضد عملیات تر سره کوي  

د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د سولې په موخه مذاکرت پيل او په ترڅ کې یعې هوکړه وشوه، چې دواړه لوري به په لنډمهاله توګه اوربند او د پاکستان حکومت به شاوخوا شل پاکستاني طالبان له زندانه خوشې کوي.

 

(2022 / 1 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان پوځ له تحريک طالبان پاکستان سره د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني په منځګړتوب ترسره شوی اوربند مات او د دې ډلې خلاف د پوځي عملياتو اعلان وکړ.

د پاکستان د پوځ ویاند بابر افتخار ويلي، چې د پاکستاني طالبانو د ځپلو لپاره به پوځي عمليات پيل کړي. هغه دا هم ويلي، چې د تحریک طالبان پاکستان سره يې د سولې پيل کړې خبرې ځنډولي دي.

هغه د دې پریکړې د دلايلو له ښودلو پرته ویلي، تحريک طالبان داسې شرایط لرل، چې د دوی له نظره د مذاکرې وړ نه وو. د پاکستان د پوځ ویاند د یادو عملیاتو د جزيياتو په اړه څه نه دي ويلي.

اړوند موضوعات: 

د پاکستان د اطلاعاتو کلتور وزیر وايي چې ټي ټي پي باید د پاکستان قانون ومني 

د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د سولې په موخه مذاکرت پيل او په ترڅ کې یې هوکړه وشوه، چې دواړه لوري به په لنډمهاله توګه اوربند او د پاکستان حکومت به شاوخوا شل پاکستاني طالبان له زندانه خوشې کوي.

Leave a reply