م،م: تېره یوه میاشت کې مو شاو خوا اوۀ میلیونه کسانو سره مرستې کړې دي

0
83

م،م: تېره یوه میاشت کې مو شاو خوا اوۀ میلیونه کسانو سره مرستې کړې دي 

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ژمي سړه هوا په نېږدې کېدو ده، چې ډېر خلک د بې وزلۍ، لوږې او د ژمي د سون توکو ته د نه لاسرسي له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

 

(2022 / 1 / 6  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وايي، په تېره یوه میاشت کې شاوخوا اوه میلیونه کسانو په افغانستان کې بشري مرستې کړې دي.

یاده اداره د  نورو مرستندویه موسسو په همکارۍ د بشري مرستو په برابرولو سره د افغانستان له خلکو سره مرستې کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د چهار شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۵ مه) په ټویټ کې د افغانستان د خلکو د سخت ژمي په اړه خبرداری ورکړ.

هغه وویل، تمه لري چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر به د افغانستان له خلکو سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

بل خوا د ملګرو ملتونو د سرمنشي بانکي مون ویاند سټیفن دوجاریک وايي، دې سازمان تر اوسه له افغانانو سره د مرستې لپاره یو نیم میلیارد ډالر مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د هماهنګۍ دفتر وايي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي یوه ویاند د سه شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د افغانستان خلک له سخت ژمي سره مخ دي.

مرستندویانو ویلي، چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان سره ۱،۵ میلیارده ډالره بشري مرستې شوي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ژمي سړه هوا په نېږدې کېدو ده، چې ډېر خلک د بې وزلۍ، لوږې او د ژمي د سون توکو ته د نه لاسرسي له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

 

Leave a reply