د ا.ا.ا. وايي چې هېچاته به اجازه ورنکړو چې د کابل او نورو لویو ښارونو د هوا د ککړتیا سبب وګرځي

د ا.ا.ا. وايي چې هېچاته به اجازه ورنکړو چې د کابل او نورو لویو ښارونو د هوا د ککړتیا سبب وګرځي
یادې اداې دغه راز ټینګار کړی چاپېريالي چارو مفتشين هره ورځ په مرکز او ولايتونو کې د هوا له ککړوونکو سرچينو څخه په جدي توګه څارنه کوي او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند کوي.
(2022 / 1 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
دې ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د هوا کچې د کابل ښار د هوا ککړتيا راکمولو په لړ کې یې د ځینو ودانیو له سونګ سیسټم څخه څارنه کړې ده.
د دې ادارې څارونکو د ځینو ودانیو د دود د تصفیې فلټرونه وکتل او له مالکینو څخه يې ليکلې ژمنې واخیستې چې د هوا ککړتيا د مخنيوي په خاطر به د مرکز ګرمیو د فعاليت پر مهال د دود د تصفیې فلټرونه فعال ساتي.
یادې اداې دغه راز ټینګار کړی چاپېريالي چارو مفتشين هره ورځ په مرکز او ولايتونو کې د هوا له ککړوونکو سرچينو څخه په جدي توګه څارنه کوي او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند کوي.
د یادونې ده چې ژمي په رارسېدو په پلازمېنه کابل او د افغانستان یو شمېر لویو ښارونو کې هوا ککړه شوې ده.






