د ا.ا.ا: تېر نظام کې رایه افغانانو ورکوله؛ خو ټولشموله نظام امریکایانو اعلاناوۀ

د ا.ا.ا: تېر نظام کې رایه افغانانو ورکوله؛ خو ټولشموله نظام امریکایانو اعلاناوۀ
سمنګاني، صالح ته دا پيغور پر داسې مهال ورکوي چې تېرې ترسره شوې ټاکنې ټولې له ناندریو ډکې وې او د پایلو له اعلان سره سره به د دولت تشکیل د امریکا په منځګړیتوب رامنځته کېده.
(2022 / 1 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
وروسته تر هغه چې د پخواني نظام لومړي مرستیال امرالله صالح وویل چې که طالبان د نیک نامي دعوه کوي نو ټاکنو ته دې غاړه کېږدي، د افغانستان ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني د نوموړي د دې څرګندونو غبرګون کې په کنایه ویلي چې د داسې ټاکنو ګټه څه چې پایله یې د نورو په لاس کې وي.
نوموړي زیاته کړې ده چې تېر نظام به ټاکنې خپله کولې خو ټولشموله دولت به د وخت خارجه وزیر جان کري ورته جوړاوه.
سمنګاني، صالح ته دا پيغور پر داسې مهال ورکوي چې تېرې ترسره شوې ټاکنې ټولې له ناندریو ډکې وې او د پایلو له اعلان سره سره به د دولت تشکیل د امریکا په منځګړیتوب رامنځته کېده.





