چیف ټریفک افسر د پیښور ټریفک پولیس د نظام جاج اختسې

باغی ټي وي رپورټ
چيف ټريفک افسر عباس مجيد خان مروت د ټريفک نظام جاج اخستو لپاره د ښار ټولو سيکټورونو دوره کړي ده.
چيف ټريفک افسر عباس مجيد خان مروت د پيښور د سټي ټريفک پوليس اهلکارو ستاينه اوکړه چې د بارانونو په مهال سړکونه پاک ساتي او په خپلو پوائنټونو موجود دي۔ د ليدنې په مهال چيف ټريفک افسر عباس مجيد خان مروت د پيښور د سټي ټريفک پوليس لخوا د تجاوزاتو مافيا په ضد د عملياتو په نتيجه کښې د ټرافيکي روانۍ او د پيښور ښار د ترافيکو په چارو کښې د ښه والي جاج واخست او د وارډنز د کارکردګۍ ستاينه يې وکړه.
دغه راز چيف ټريفک افسر عباس مجيد خان مروت د سيټ بيلټ او هيلمټ نه بغير د ګاډو چلولو، تور رنګ شیشې استعمالولو او د غيررجسټرډ ګاډو په ضد د کاروائي جاج اخستې او چارواکو ته ئي لارښوونه کړې چې د روان کمپاين ترمخه به د پيښور سټي ټريفک پوليس عمل درآمد يقيني کړي۔






