پيښور کې پولیسو په جرمونو کې تورن کسان نیولي دي

0
133

باغی ټي وي رپورټ
د پيښور شاه پور پولیس سټیشن اهلکارو د ښار نه بهر د یوې خطرناکې ډلې په ضد کاروائي کړې ده او مهم ملزم ئي ئي ګرفتار کړی دی .

د پولیس محکمې خپور شوي بیان مطابق د ملزم تعلق د چارسدې ضلعی شبقدر تحصیل سره دی ، نیول شوي ملزم باندې تور دې چې خلقو نه به روپې او موبایل غلا کول. دی، ملزمانو ابتدائي دوران په یو شمیر پیښو کښي د لاس لرلو اعتراف هم کړی دی.
د پولیس رپورټ مطابق، پلټنې وایی چې نیول شوی ملزم د جعلي اسنادو او د انجن چیسیس شمیرو بدلولو کې هم ماهر دې. ملزم د غلا شوي موټر سائيکل پشمول د ډلي نورو غړو هم پيژندنه کړې ده د کومي د ګرفتارۍ لپاره د ډي ايس پي څمکني په مشري کښي يو خاص ټيم جوړ کړے شوے. د رپورټ مطابق ملزم نه څلور موټر سائيکلونه هم برآمد کړي دي د کومي نه چي نور مهم انکشافات هم شوي دي.

Leave a reply