وزیر خارجه د پاکستان حکومت د فساد په ضد هڅې ستایلې دي

باغی ټي وي رپورټ
د بهرنیو چارو وزير مخدوم شاه محمود قريشي د زیارت په ورځ په یو بیان کې وئيلي دي چې تر څو چې شفافيت او احتساب يقيني نۀ شي نو ټولشموله اؤ دوامداره پرمختگ ممکن نۀ وي.
هغه د فساد سره د مبارزې تر عنوان لاندې د دوه ورځني نړیوال سیمینار پرانیستې غونډې ته د وینا په مهال د ا خبرې وکړې.
د اې پي پي رپورټ مطابق دا نړیوال سیمینار د پاکستان حکومت او د اسلامي همکاریو د سازمان (OIC) د بشري حقونو خپلواک کمیسیون (IPHRC) لخوا په ګډه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ دفتر (OHCHR) په همکارۍ جوړ شوی وو.
د بهرنیو چارو وزیر په خپله مهمه وینا کې، د فساد سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان د حکومت هڅې، په ځانګړې توګه د غیرقانوني مالي جریانونو او همدارنګه د ټولو بشري حقونو د ترویج او ساتنې په برخه کې د پاکستان د حکومت هڅې وستایلې.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر (د ثبت شوي پیغام له لارې)، د OIC مرستیال عمومي منشي، او د IPHRC رییس هم د پرانیستې برخې په ترڅ کې خپلې څرګندونې وړاندې کړې.
په نړیوال دې سیمینار کې د حکومت چارواکي، د OIC غړي او څارونکي هیوادونه، د IPHRC کمیشنران، او د OIC د دارالانشا، ملګرو ملتونو، متخصصینو، اکاډمیکو او مدني ټولنو استازو په ګډون له 200 څخه ډیر نړیوال او ملي برخه اخیستونکي ګډون کوي.






