امنیتي ځواکونو د ترهګرو په ضد عملیات کړي دي

باغي ټي وي رپورټ
پاکستاني امنیتي او سیکوریټي ځواکونو د خیبر پښتونخوا په بیلا بیلو سیمو کې د ترهګري په ضد عملیات کړي دي .
د آیی ایس پي آر له خوا جاري شوي یو بیان کې ویل شوي دي چې د پلټنو دا عملیات په ډېره اسماعيل خان٬ټانك او سوئېلي وزيرستان کې د ترهه ګرو په ضد ترسره شوي دي.
د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي تفصيلاتو له مخې امنيتي ځواكونو د ترهه ګرو د موجودګۍ په اطلاع ډېره اسماعيل خان٬ټانك او سوئېلي وزيرستان كښې پټ عمليات ترسره کړل، د بیا مطابق په دې عملیاتو کې دوه ترهه ګر وژل شوي دي.
رپورټ زیاتوي چې درې نور ترهګر امینتي ځواکونو نيول شوي دي او ترهه ګر د امنيتي ځواكونو په وړاندې وسله غورځولې او دوی ته تسلیم شوې دې.
د آیی ایس پی آر رپورټ مطابق په كاروائۍ کې د ترهه ګرو څخه وسله هم ترلاسه شوې ده او په يو بل ډزو كولو كښې د پاك پوځ دوه ځوانان هم شهيدان شوي دي.
……………………………………………..






