بهرنیو چارو وزارت وایي نړیوال دې قوانیو ته په درناوي نوی حکومت په رسمیت وپېژني
بلخي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په کابل کې د نوي حکومت له واک ته رسېدو څو میاشتې تېرېږي خو نړیوالو یې لا تر اوسه د رسمیت پېژندلو پروسه نه ده پیل کړې.
(2022 / 1 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشيړ راپور
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله تازه مرکه کې ویلي، د ملګرو ملتونو د قوانینو له مخې د افغانستان نوي حکومت ټول هغه شرایط پوره کړي چې د رسمیت پېژندلو لپاره اړین دي.
بلخي وایي اوس د نړیوالو مسوولیت دی چې قوانینو ته درناوی وکړي او نوی حکومت په رسمیت وپېژني.
بلخي زیاته کړې چې نوی حکومت د ولسونو په غوښتنه جوړ شوی او په وینا یې دا د افغانانو حق دی چې حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي.
هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې ټولو نړیوالو قوانینو ته ژمن دي، بشري حقونه رعایت کوي، د مېرمنو حقونو ته درناوی لري او له نړیوالو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.
بلخي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په کابل کې د نوي حکومت له واک ته رسېدو څو میاشتې تېرېږي خو نړیوالو یې لا تر اوسه د رسمیت پېژندلو پروسه نه ده پیل کړې.










Leave a Reply