په هندوستان کې د مسلمانانوپه ضد کرکه او انتها خوښي په زیاتیدو ده

0
117

باغي ټي وي رپورټ
په هند کې د مسلمانانو په ضد د کرکه په پیښو کې زیاتوالي راغلې دې په هند کې د انتها خوښې په پیښو کې هم زیاتوالې راغلې دې
د جیو نیوز رپورټ مطابق د مسلمانانو په ضد د کرکه کولو ژوندې مثال انلاین هندي اپلیکیشن بلي بای دې , په دې ایپلیکیشن کې د 100 مسلمانو میرمنو لیلام کول پیل شوي دي.

د قطري تلوېزیون الجزیرې د راپور له مخې، د هندي اپلیکیشن “بلي بای” له لارې د عکسونو په شریکولو سره سل مسلمانې ښځې “آنلاین نیلام” ته وړاندې شوې دي.
د لیلام لپاره د میرمنو په عکسونو کې مسلمانه اداکاره شبانه اعظمي، ځوانه نوبل جایزه ګټونکې ملاله یوسفزۍ، د ډیلي د عالي محکمې د قاضي میرمن او یو شمیر مسلمانې میرمنې سیاستوال او ټولنیز فعالان شامل دي.
د کشمیري خبریال قرات العین رهبر نوم هم د بلي بای په نیلامۍ کې د 100 میرمنو په نیلامي کولو کې شامل دی.
قرت العین تېر کال په سیلي ډیلز کې د ښځو د نیلامۍ لپاره د عکسونو د خپرېدو پر ضد غږ پورته کړ، خو اوس د یوې ښځینه خبریالې نوم هم په دغه لېست کې شامل شوی دی.

Leave a reply