افغانستان سره د ازغن تار لګولو ستونزه په سفارتي اړیکو هواروو. شاه محمود قریشي

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په یو بیان کې ویلی دي چې په پاک افغان پوله ازغن تار په لګولو کې مشکلات شتون لري .
هغه وایی چې دا ستونزه به د سفارتي کوششونو او د سفارتي اړیکو له لارې هواره کړو.
يوي خبري ناستي ته قریشي اوويل دطالبانو حکومت سره د مسلي د حل لپاره خبري رواني دي۔ قريشي زیاته کړه چې شرخوښي دا مسله او ستونزه ډيره اوچتوي . ۔هغه وويل افغان حکومت سره يي دسفارتي لارو په دې ستونزه خبرې کړي دي.
قریشي زیاته کړې چې هیله لرو چې دا مسله به په خبرو.هواره شي.
د یادونې ده چې د تيرو څو ورځو څخه په ټولنيزو رسنيو داسي ويډيو او عکسونه خپریږي چې پکښي طالبان په پاک افعان پوله لګول شوې ازغن تار لرې کوي. یوه ویډیو داسې هم خپره شوې ده چې پکې ښودل شوې چې دا پرایمري سکول هم د افغانستان په زمکه کې جوړ شوې دې.
دلته دا خبره ډيره مهمه ده چې د اسلامي امارت په صفونو کې داسې شرخوښي شته چې دوی یو ځل بیا هڅې کوي چې د پاکستان او افغانستان اړیکې خرابې کړي.
اسلامي امارت باید دا مسله پاکستان سره د سفارتي اړیکو له لارې هواره کړي.






