یو شمېر امریکايي سناتوران: ټرمپ ته بیا ځلي سپینې ماڼۍ ته د تګ اجازه باید ورنکړل شي

یو شمېر امریکايي سناتوران: ټرمپ ته بیا ځلي سپینې ماڼۍ ته د تګ اجازه باید ورنکړل شي
سناتوران وايي د ټرمپ پلویانو د ټولو سناتورانو ژوند او د امریکا تاریخ ته خطر جوړ کړ او ټرمپ یې د مخنیوي لپاره هېڅ هڅه نه کوله، بلکې په بیضوي دفتر کې یې د تلویزیون پر ښيښه د کانګریس ودانۍ کې روانې شخړې او ورانکارۍ کتلې.
(2022 / 1 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا د کانګریس ځینې غړي وايي باید ټرمپ ته د بل ځل کاندېدېدو اجازه ور نه کړل شي.
د امریکا د کانګریس یو شمېر غړي وايي چې ټرمپ د خپلې واکمنۍ پر مهال په امریکا کې تعصباتو او ناندریو ته لمن وهلې او همدا راز پر کپېټال هال د هغه حملې تر شا و، چې امریکا یې ټولې نړۍ ته وشرموله.
سناتوران وايي د ټرمپ پلویانو د ټولو سناتورانو ژوند او د امریکا تاریخ ته خطر جوړ کړ او ټرمپ یې د مخنیوي لپاره هېڅ هڅه نه کوله، بلکې په بیضوي دفتر کې یې د تلویزیون پر ښيښه د کانګریس ودانۍ کې روانې شخړې او ورانکارۍ کتلې.
سناتوران وایي ټول باید دا پرېکړه وکړي چې له مخې یې ټرمپ په ټاکنو کې د بیا ځلې کاندېدو وړتیا و نه لري او د سپینې مانۍ په شاوخوا کې د ګرځېدو اجازه و نه لري.





