خلک: طالبان دې د خلکو پۀ شخصیاتو کار نلري

خلک: طالبان دې د خلکو پۀ شخصیاتو کار نلري
افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لۀ طالبانو غوښتي چې دوی ته دې شرایط نۀ وضعه کوي او پرېدېښودل شي چې خپل عادي ژوند وکړي.
دا پۀ داسې حال کې ده چې طالبانو پۀ دې وروستیو کې د پراخو جنګونو پۀ پایله کې تر نوي سلنه ډېرې د افغانستان سیمې ترلاسه کړې.
خلک وايي چې دوی لۀ طالبانو هیله لري چې د تېرې واکمنۍ پۀ څېر به پۀ دوی قیودات نۀ وضعه کړي او پۀ وینا یې ژوند به نۀ ورته سختوي، دوی همدا راز لۀ طالبانو هیله وکړه چې د عامه تأسیساتو د ویجاړۍ او چور مخه دې ونیسي او د هېواد د پرمختګ لپاره دې ځانګړې پاملرنه وکړي.
خبریاله: زلاله رحمانی





