تر درې ورځنۍ سختې جګړې وروسته میدان ښار هم سقوط کړل شو

0
368

تر درې ورځنۍ سختې جګړې وروسته میدان ښار هم سقوط کړل شو

طالبانو د سختو تلفاتو پر ورکولو سره لۀ درې ورځنۍ محاصرې وروسته د میدان وردګو ولایت مقام، د امینیت ریاست امنیه قومنداني او ټول دولتي تاسیسات پخپله ولکه کې راوستل.

 

لۀ میدان وردګو  باوري سرچینو باغي ټي وي ته ویلي چې  لۀ څو ورځنۍ سختې جګړې وروسته طالبان پۀ دې وتوانېدل چې د ولایت مقام، امنیه قومنداني او د ملي امنیت ریاست پخپله ولکه کې راولي.

سرچینه زیاتوي چې د څو ورځنۍ سختې جګړې لۀ امله دواړو لورو ته درانۀ تلفات هم اوښتي، د تلفاتو د کره شمېر پۀ اړه تر اوسه دقیق معلومات نشته.

دا پۀ داسې حال کې ده چې تېر ماسخوتن د ننګرهار ولایت پۀ سوله ییز ډول او پرته لۀ جګړې طالبانو ته وسپارل شو.

 

 

خبریاله: زلاله رحمانی

Leave a reply