پاکستان د تابعت قوانین آسانه کړي؛ غواړي افغان پانګوال پانګونې ته وهڅوي
له دې سره جوخت د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم په تازه څرګندونو کې ویلي، چې پاکستان د ګاونډیو تر څنګ د نړیوالو سوداګرو د جذب لپاره هڅه کوي.
(2022 / 1 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
پاکستان د افغان پانګه والو د جذب په لټه کې دی.
د راپورونو له مخې پاکستان غواړي د تابعیت قوانین اسانه کړي او په دې لړ کې غواړي افغان شتمنو او میلیونرانو ته په دغه هېواد کې د اوسېدو زمینه برابره کړي.
نړیوالې رسنۍ وايي پاکستان په دې توګه غواړي د افغانانو شتمنۍ په دغه هېواد کې راټولي کړي او دغه کسان هلته پانګونې ته وهڅوي.
له دې سره جوخت د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم په تازه څرګندونو کې ویلي، چې پاکستان د ګاونډیو تر څنګ د نړیوالو سوداګرو د جذب لپاره هڅه کوي.
اړوند موضوعات:
نړۍ باید د افغانستان موجوده حالت ته ځانګړې پاملرنه وکړي: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر
دده په وینا دا پرېکړه به ګټوره وي خو ځینې غبرګونونه به هم له ځان سره ولري.










Leave a Reply