اولس مشر ته مې درخواست کړې چې زما تنخوا زیاته کړي: ګورنر شاه فرمان

باغي ټي وي رپورټ
معاش مې کم دی، څو څو ځله یې له ولسمشره غوښتي، چې معاش زیات کړي. دا خبرې او غوښتنه د خیبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان کړې ده.
د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان وئيلي دي چې ګورنر هاؤس کښې حجام هم نه ساتي، هغه زیاته وی چې حجامت په خپله کوي .
د جيو نيوز پروګرام “جرګه” کې د خبرو په مهال شاه فرمان وويل چې د خېبرپښتونخوا ګورنر هاؤس کې مسالچي په پخلنځي کې د اشپز د مرستې لپاره کارول کيږي، زه حيران يم چې خلک د مسالچي او مالشي په فرق نه پوهيږي.
هغه وويل چې په ګورنر هاوس کې مې حجام هم نه دی ساتلی، خپل حجامت پخپله کوم، هغه زیاته کړه چې د ګورنر هاؤس لګښت مو د دو کروړو روپو نه 70 لکو روپو ته کم کړې.
هغه زیاته کړه چې زما د پي اې تنخوا 1 لک او 72 زره روپۍ ده خو زما تنخوا 86 زره روپۍ ده . زیاته ی کړه چې صدر ته مې ویلي دي چې زما تنخوا کمه ده او درخواست مې ورته کړې چې زما تنخوا زیاته کړي .





