د لنډیکوتل پریس کلب کابینې جوړولو لپاره ټاکنې ترسره شوې

باغي ټي وي رپورټ
د ۲۰۲۲ کال لپاره د لنډي کوتل پریس کلب کلنۍ ټاکنې د یکشنبې په ورځ د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په دوهمه نېټه په لنډي کوتل پریس کلب کې ترسره شوې.
په دې اړه د ټاکنو کميټې رسمي اعلاميه خپره کړه. په دې کې ټولټال 33 ووټونه اچول شوي چې پکې د صدارت دواړو کانديدانو محراب شاه اپريدي او خليل افريدي 16،16 ووټونه ترلاسه کړل او يوه ووټ منسوخ کړل شو. کميټي ددواړو اميدوارانو ترمينځ د ټاس فيصله کړي ده په ټاس کښي محراب شاه آفريدي د اولني شپږ مياشتو لپاره صدارت ترلاسه کړے دے۔ او د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره به خلیل افریدي صدر وي او دواړه به په ترتیب سره د پریس کلب صدارت په غاړه اخلي.
د ټاکنو بهیر د سیاسي او غیر سیاسي مشرانو او ژورنالیستانو له خوا له نږدې وڅارل شو، چې د ټاکنو بهیر یې پاک، شفاف او غوره وباله.






