محمود خان خیبرپښتونخوا کرکټ ټیم ته مبارکی ورکړې

باغی ټي وي رپورټ
د خيبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان په قائداعظم ټرافي ګټلو باندي د خيبرپښتونخوا کرکټ ټيم ته مبارکي ورکړي ده او ددې صوبې ځوانانو او لوبغاړو جذبې ستاینه ی کړه ده.
وزیراعلی وویل چې د خیبرپښتونخوا ټیم په ټول ټورنمنټ کې ښه کارکردګي وکړه چې دا ددې صوبې د خلقو او حکومت لپاره یو ډیر لوی اعزاز دې. هغه اوویل چې د خېبرپښتونخوا ټیم په پرله پسې پنځم کورني ايونټ ګټلو باندې د خراج تحسین مستحق دی چې دې صوبې لپاره ی لوی نوم وګټل، هغه د د کپتان افتخار احمد پشمول ټول ټيم ښه کارکردګي وستایله.






