د افغانستان بانک: ژر به هېواد کې بانکي سیستم عادي شي

0
192

د افغانستان بانک: ژر به هېواد کې بانکي سیستم عادي شي

اوس مهال، یو شمیر بانکونه د محدودیتونو سره خپلو پیرودونکو ته پیسې ورکوي. همدارنګه، د بانک ATM خدمتونه په پراخه کچه شتون نلري او خلک د پیسو ترلاسه کولو لپاره په ساعتونو ساعتونو انتظار کوي.

 

(2021 / 12 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان مرکزي بانک د پنجشنبې په ورځ د جدي په نهه ویشتمه په یوه خبرپاڼه کې ډاډ ورکړ چې د هېواد بانکي سکټور به ډېر ژر د ښه کېدو په لور روان شي او ټولې چارې به یې په سمه توګه پرمخ ولاړې شي.

بانک په یوه بیان کې وویل: “کله چې یو سیسټم رامینځته شي ، ګټه اخیستونکي او متعصب خلک هڅه کوي ستونزې رامینځته کړي.” دغه بانک زیاته کړه چې هڅه کوي د هېواد په بانکي سیستم کې شته ننګونې له منځه یوسي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو په مشرۍ حکومت واک ته ورسېد او د هېواد بانکي سیستم له بحران سره مخ شو او په هېواد کې یو شمېر بانکونه یا محدود او یا هم تړل شوي وو.

اړوند موضوعات: 

د افغانستان بانک وايي چې د هېواد بانکې سیستم به ډېر ژر بیرته عادي بڼې ته راوګرځي 

اوس مهال، یو شمیر بانکونه د محدودیتونو سره خپلو پیرودونکو ته پیسې ورکوي. همدارنګه، د بانک ATM خدمتونه په پراخه کچه شتون نلري او خلک د پیسو ترلاسه کولو لپاره په ساعتونو ساعتونو انتظار کوي.

 

Leave a reply