لنډیکوتل کې بده پیښه، ۴ څلور رونړه هم په دې پیښه کې وژل شوي دي

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل کې بیګا د شپې یو بده پیښه مخې ته راغلې، په پیښه کې د لرې پرتې سیمې بازار ذخه خیل دو فریقینو ترمینځ د زمکې شخړه وه چې بیګا ه یو فریق په بل فریق ډزې وکړي.
د سرچینو ترمخې د بازار ذخه خیلو اوسیدونکي کوهاټ آفریدي څلور زامن په دې پیښه کې وژل شوي دي، د کوهاټ آفریدي څلوز زامن د مخالف فریق له اړخه په ډزو اوویشتل او څلور رونړو ژوند له لاسه ورکړو.
په دې پیښه کې هم ددې کورنې دوه نور کسان سخت ژوبل شوي هم دي. سرچینې وایی چې د وژل شوو کسانو یو رور په زندان کې هم دې او دې دواړه ګروپونو په یو بل ایف آیی ار هم درج کړې دې.
ځایی خلقو په پولیس سخت ټکونه کړي دي او ویلي ی دي چې ددې ګروپونو ترمینځ ی شخړه په وخت هواره نه کړه او آخر هم یو ګروپ په بل ګروپ ډزې وکړې او ۴ رونړه ی اووژل.






