روسیه او امریکا د ایران پر مسئله خبرې کوي

روسیه او امریکا د ایران پر مسئله خبرې کوي
د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان ویلي چې دوی له ایران سره جګړې ته تیار دي او په خبره یې جګړه به خونړۍ وي خو ګټونکې یې امریکا ده.
(2021 / 12 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
سره له دې چې له ایران سره په وین کې د اټومي هوکړې پر سر مذاکرات پيل شوي دي، خو تر دې دمه محسوسه پایله نه لري، له همدې امله بایډن او پوتین نن پنجشنبه ددغه هېواد او شته مسایلو په اړه خبرې کوي.
د سپینې ماڼۍ چارواکو رسنیو ته ویلي چې په دې مذاکراتو کې به د اوکراین پر مسئله هم خبرې وشي.
دا خبرې داسې مهال کېږي چې امریکا غواړي د اټومي توافق لپاره پر ایران فشارونه ډېر کړي او ان د نظامي برید خبرداری یې هم ورکړی دی.
اړوند موضوعات:
د ا.ا.ا د ایراني ځواکونو د ناسم چلند پۀ اړه یاد هېواد ته خبر ور کړی دی
د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان ویلي چې دوی له ایران سره جګړې ته تیار دي او په خبره یې جګړه به خونړۍ وي خو ګټونکې یې امریکا ده.






