د سوریې پر یوۀ بندر د اسرائیلو برید؛ روسیې ویلي چې ورته بریدونه سیمه بې ثباته کوي

د سوریې پر یوۀ بندر د اسرائیلو برید؛ روسیې ویلي چې ورته بریدونه سیمه بې ثباته کوي
په ملګرو ملتونو کې د روسیې د ځانګړي استازي مرستیال دیمیتري پولیانسکي ویلي چې دوی په سوریه باندې وروستي بریدونه څېړي خو ټینګار کوي، هر هغه برید چې د سیمې د بې ثباتۍ لامل کېږي دوی یې غندي او ورسره کلک مخالف دي.
(2021 / 12 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسیې یو ځل بیا ویلي چې پر سوریې د اسراییل بریدونه په سیمه کې بې ثباتۍ ته لار اواروي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې د ځانګړي استازي مرستیال دیمیتري پولیانسکي ویلي چې دوی په سوریه باندې وروستي بریدونه څېړي خو ټینګار کوي، هر هغه برید چې د سیمې د بې ثباتۍ لامل کېږي دوی یې غندي او ورسره کلک مخالف دي.
هغه څرګنده کړې ده چې ورته مبهم بریدونه په سوریه کې موجود وضعیت نور هم ترینګلی کوي.
اړوند موضوعات:
اسرائیلو د سوریې پۀ یوۀ بندر هوايي برید کړی دی
نوموړي زیاته کړې ده چې مسکو به په هیڅ صورت د داسې بریدونو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي او که چېرته په دقیقه توګه یادو بریدونو کې د اسراییل لاس لرل ثابت شي نو سخت ځواب به یې ووایي.






