په خیبر پښتونخوا کې د اربونو روپو پرمختیایی پروژې جوړیږي: وزیراعلی محمود خان

0
149

باغي ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان په مشرۍ کښې د پبلک پرائيويټ پارټنرشپ کميټۍ غونډه شوې۔

په دې غونډه کې ددې صوبې د اولس لپاره ښه خبر داداې چې د پبلک پرائیویټ پارټنرشپ تر سیوری لاندې د دیر ایکسپریس وے او پيښور ډي آئي خان موټروې جوړولو منظوري ورکړې شوې ده.
د وزیراعلی په ټولنیزو رسنیو خپور یو رپورټ مطابق د دیر ایکسپریس وے به د 33.5 اربه روپو په لګښت جوړیږی چې د چکدرې نه تر رباط پورې 30 کلومیټره اوږده والۍ به ولري. د رپورټ مطابق د دې لویې لارې په جوړیدو سره به د دې لارې واټن ۲۷ کیلومټره کم شي.څلور لین ایکسپریس وے به دوه تونلونه او درې انٹرچینجونه ولري.د وزیراعلی په ټولنیزو رسنیو رپورټ کې دا هم بیان شوې دې چې د د 360 کلوميټره اوږده پيښور ډي آئي خان موټروے به هم د 243 اربه روپو په لګښت جوړيږي، رپورټ زیاتوي چې په دې شپږ لین موټر وې کې به ۱۹ انټرچینجونه او دوه تونلونه جوړ شي.دواړه لویې پروژې د اول نه د ECNEC لخوا منظور شوي دي.

Leave a reply