په تورخم او جلال آباد لویه لار باندې د لارې شوکمار خلق لوټ کوي

0
189

باغي ټي وي رپورټ
د تورخم او جلال آباد په لویه لار باندې ، خلقو داسې شکایت کړې دې چې د شپې غله مسافر لوټ کوي.

د ځایی سرچنیو مطابق یو تن رسنیو ته اوویل چې د کابل نه یو مریض او د هغه خپلوان په ایمبولنس کې د تورخم په لور راوان وو، په دې ایمبولنس کې یو د زړه مریض هم وو چې پاکستان ته ی د علاج لپاره بوتلو.
د سرچنیو مطابق تورخم سره نزدې غلو ددوی ایمبولنس ودرولو ،دوی نه ی نغدې روپې او موبایل هم واخستو، ځایی خلقو د اسلامي امارت مشرانو څخه غوښتنه کړې ده چې د تورخم او جلال آباد په لویه لار دې امنیت ټینګ کړي او ددي شوکمارو او غلو په ضد دې سخته کاروایی وکړي.
د یادونې ده چې کله نه چې په افغانستان کې د ۱۵ اګست کال ۲۰۲۱ نه د اسلامي امارت حکومت راغلې، د اسلامي امارت اهلکارو داسې رقم غلا او شوکمار او انسان تښتوونکي نیولي دي او زنداني کړي ی دي.

Leave a reply