افغانستان سره مرستې دې نۀ سیاسي کېږي؛ روسیې ویلي چې امریکا یادو مرستو ته ستونزې جوړوي

افغانستان سره مرستې دې نۀ سیاسي کېږي؛ روسیې ویلي چې امریکا یادو مرستو ته ستونزې جوړوي
هغه ټینګار کړی دی چې دوی له نړیوالې ټولنې سره یو ځای په افغانستان کې د یو بېساري بشري بحران مخنیوي په موخه د دغه هېواد د مالي ذخایرو د ازادېدو لپاره هلې ځلې پیل کړې دي او هیله من دي چې دا هڅې به مثبتې پایلې ولري.
(2021 / 12 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسیې یو ځل بیا پر متحده ایالاتو غږ کړی دی چې افغانستان ته د مرستې رسولو پر وړاندې د خنډونو له ایجادولو ډډه وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو سازمانونو رییس پیټر ایلیچف ویلي چې امریکا باید افغانستان ته د مرستو پر لېږد بندیزونه لرې کړي او ټینګار کوي چې یاد هېواد باید دا مسئله سیاسي نه کړي.
ایلیچف له ریانووستي اژانس سره په خبرو کې ویلي چې افغانستان د امریکا او د هغوی د متحدانو له لوري کنګل شوې مالي شتمنۍ ته حیاتي اړتیا لري او دا پیسې باید ژر تر ژره بېرته افغانانو ته ورکړل شي.
اړوند موضوعات:
قطر او چین پۀ نړۍواله ټولنه غږ کړی چې ژر تر ژره دې افغانستان سره مرستې وکړي