سعودي عربستان خبر ورکړی چې د حزب الله او ایران لۀ حوثي یاغیانو ملاتړ کوي

سعودي عربستان خبر ورکړی چې د حزب الله او ایران لۀ حوثي یاغیانو ملاتړ کوي
د سعودي عربستان په مشرۍ د حوثي یاغیانو پر ضد ایتلاف وایي چې د لبنان حزب الله له ایران مرستې اخلي او هغه بیا په یمن کې حوثي یاغیانو ته رسوي.
(2021 / 12 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
سعودي عربستان وایي د لبنان حزب الله له حوثیانو سره پر سعودي د برید په برخه کې همکاري کوي.
د سعودي عربستان په مشرۍ د حوثي یاغیانو پر ضد ایتلاف وایي چې د لبنان حزب الله له ایران مرستې اخلي او هغه بیا په یمن کې حوثي یاغیانو ته رسوي.
د سرچینې په خبره حوثي یاغیان د ایراني بې پيلوټه الوتکو او توغندیو په مرسته په سعودي عربستان کې بریدونه کوي.
سرچینه کاږي چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې حوثیانو پر سعودي عربستان ۴۳۰ بالستیک توغندي توغولي، د بې پيلوټه الوتکو ۸۵۱ بریدونه یې ترسره کړي او په دې موده کې یې ۵۹ عرب وګړي وژلي دي.
عربستان ادعا کوي چې حوثیانو د صنعا هوايي ډګر کاملا نظامي کړی دی او له دې ځایه په سعودي عربستان کې خپل بریدونه تنظیموي.





