ازبکستان وايي چې د تورخم-ترمذ ریل پټلۍ پۀ غځولو سره افغانستان پۀ ټرانزیټي مرکز بدلوو

0
114

 ازبکستان وايي چې د تورخم-ترمذ ریل پټلۍ پۀ غځولو سره افغانستان پۀ ټرانزیټي مرکز بدلوو

نوموړي دغه راز ویلي، چې هېواد یې افغانستان سره بشري مرستو ته ژمن دی او له ترمذ څخه مزارشریف ـ کابل ـ تورخم او پېښور ته د ریل پټلۍ غځولو له لارې غواړي چې افغانستان په ټرانزیټي مرکز بدل کړي.

 

(2021 / 12 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

 ازبکستان د ترمذ ـ تورخم ریل پټلۍ په غځولو سره غواړي افغانستان په ټرانزیټي مرکز بدل کړي.

دا څرګندونې د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف په حیرتان بندر کې افغانستان ته د بشري مرستو د سپارلو په موخه جوړ شویو مراسمو کې کړي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې هېواد یې افغانستان سره بشري مرستو ته ژمن دی او له ترمذ څخه مزارشریف ـ کابل ـ تورخم او پېښور ته د ریل پټلۍ غځولو له لارې غواړي چې افغانستان په ټرانزیټي مرکز بدل کړي.

اړوند موضوعات: 

د ازبکستان هېواد لۀ خوا د بلخ هوايي ډګر د رغېدو چارې ترسره کېږي

په دغو مراسمو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي وویل، چې د اورګاډي د پټلۍ په ګډون به د ازبکستان په ټولو اقتصادي پروژو کې مرسته کوي.

Leave a reply