په لنډیکوتل کې دې د لوبو میدان جوړ شي: د پاکستان کرکټ لوبډلې ځلنده ستوري شاهین شاه آفریدي غوښتنه

0
46

نصیب شاه شینواري
د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل کې په تاتارا کرکټ ګراونډ باندې ۳۸ د ټي ټونټي کرکټ سیالیو جام پایی ته ورسیدو، د فاینل سیالۍ په موقع د پاکستان قومي کرکټ لوبډلې وتلي او ځلیدلې ستورې شاهین شاه آفریدي مشر میلمه وو.
د پای لوبې په موقع د پاكستان كركټ لوبډلې فاسټ بالر شاهين شاه آفريدي ووئيل چې د خېبرضلعي او لنډیکوتل سیمې په لوبغاړو كښې ډېر صلاحیتونه شته خو د بدقسمتي نه په دې سیمه کې د لوبغاړو لپاره سهولتونو او د لوبو میدان نشته.

هغه زیاته کړه چې د لوبو دې میدان کې ما د کرکټ لوبه کول پېل كړې او محنت مې وکړو چې په پاكستان كركټ ټيم كښې شامل شوم. شاهین شاه آفریدي اوویل له بده مرغه په لنډیکوتل کې د لوبو ميدان نه دې جوړ شوې، هغه غوښتنه وکړه چې په لنډیکوتل کې دې د لوبو یو لوی میدان جوړ کړې شي چې ددې ځای ځوانانو او لوبغاړو صلاحیتونه بې کاره نه شي او دوی په مثبت کارونو او لوبو کې بوخت شي.
هغه زیاته کړه چې د لنډيکوتل لوبغاړو سره به هر ممکن مدد وکړي چې په دې سیمه کې لوبې جاري وي او ځوانان د لوبو په دې مثبت کار کې بوخت وي.
د فاینل لوبه د شمع کرکټ کلب او قمبر الیون کرکټ کلب ترمنځ ترسره شوه، شمع کرکټ کلب په ټاکلو ١٨ اورونو کې ٢٠٨ منډې جوړې کړې چې په ځواب کې يې قمبر اليون کرکټ کلب ١٧٦ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي ی وسوزیدل، دغه راز شمع کرکټ کلب د ٣٦ منډو په توپير لوبه وګټله او د سيالۍ اتلولي يې خپله کړه.
د کرکټ په دې سیالیو کې ۴۲ ټیمونو برخه اخستې وه ، د پای لوبې په موقع نورو مېلمنو کې د کرېټیو بلډرز مشر او د جماعت اسلامي مشر ضیاء الحق آفریدي، سي اي او طاهر خان او د جماعت اسلامی مشر مراد حسین او نور میلمانه هم شامل وو.
د ټورنامنټ سپانسر سی ای او ضیاء الحق آفریدی ګټونکی ټیم ته یو لک روپئ او او دویم پوزیشن ګټلو ټیم ته پنځوس زره روپۍ نغده جایزه ورکړه کومه چې د پاکستان کرکټ ځلنده ستوري شاهین شاه آفریدي په لاس لوبډلو ته ورکړې شوه.
د یادونې ده چې ددې سیالیو انتظام هرکال تاتارا کرکټ کمیټي مشران شاهد رحيم اوويل۔ شب یار اپریدی. او ایران افریدي کوي،
د لنډي کوتل تاتارا سپورټس ګراونډ کميټۍ مشرانو او غړیو شاهد رحيم ، شب یار افریدی او ایران افریدي د پاکستان کرکټ ټیم وتلی لوبغاړي باولر شاهین شاه افریدي او سی ای او ضیاء الحق افریدي او نورو میلمنو ستاینه وکړه او ددوی څخه مننه وکړه چې د سیالیو د پای لوبې په مناسبت تابیا شوې غونډه کې ی ګډون وکړو او د لوبغاړو سره ی مالي مرسته وکړه.

Leave a reply