برېټانیا وايي چې افغانستان سره خپلو مرستو کې ډیروالی راولو

برېټانیا وايي چې افغانستان سره خپلو مرستو کې ډیروالی راولو
د ترنر په خبره برېټانیا غواړي په دې سختو شرایطو کې له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي او هڅه یې دا ده چې مرستې یې مستقیم پر اړمنو کسانو ووېشل شي، خو د مرستو په لېږد کې لا هم له ستونزو سره مخ دي.
(2021 / 12 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
برېټانیا وایي له افغانستان سره خپلې مرستې ډېروي. برېټانوي ديپلومات کریسټین ترنر په تازه څرګندونو کې ویلي برېټانیا غواړي له افغانستان سره خپلې بشردوستانه مرستې دوه برابره کړي.
د دۀ په وینا برېټانیا له افغانستان سره د ۲۸۶ میلیونه پونډه بشردوستانه مرستې اعلان کړی دی او پر دې به ۷۵ میلیونه پونډه نور هم ورزیاتوي.
اړوند موضوعات:
بریټانیا وايي چې له افغانستان څخه باید نور د ترهګرۍ ګواښونه ختم شي
د ترنر په خبره برېټانیا غواړي په دې سختو شرایطو کې له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي او هڅه یې دا ده چې مرستې یې مستقیم پر اړمنو کسانو ووېشل شي، خو د مرستو په لېږد کې لا هم له ستونزو سره مخ دي.
برېټانوي ديپلومات تمه ښوودلې چې هېوادونه وکړی شي په ګډه په افغانستان کې د روان بشري ناورین مخنیوی وکړي.






