ترکیه او قطر د کابل هوايي ډګر په اړه له طالبانو سره هوکړې ته نیږدې شوي

0
229

ترکیه او قطر د کابل هوايي ډګر په اړه له طالبانو سره هوکړې ته نیږدې شوي

ځینیو رسنینو خبر ورکړی چې ترکیه او قطر طالبانو سره دې هوکړې ته چې ترکیه او قطر به د کابل هوايي ډګر چارې سمبالوي هوکړې ته نیږدې شوي.

 

(2021 / 8 / 29 نېټه باغي ټلویزیړن)

ځینو رسنیو خبر ورکړی چې طالبان له ترکیې او قطر سره هوکړې ته نیږدې شوي چې د کابل هوايي ډګر چارې به یاد هیوادونه سمبالوي، که څه هم طالبانو په رسمې ډول څه ندې ویلي خو رسنیو د ترکي او قطري لوړ پوړو چارواکو له قوله خبر ورکړی چې ډېر ژر به د یاد هوايي ډګر د سمبالښت چارې ترکیې او قطر ته وسپارل شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان بیا ویلي چې طالبان باید ترکي سرتېرو ته اجازه ورکړي افغانستان کې پاتې شي ځکه په وینا یې پرته له سرتیرو یاده چاره نماممکنه ده.

د یادولو وړ ده چې تېر حکومت هم ترکیې سره د کابل هوايي ډګر د امنیت او چاو سمبالښت په اړه خبرې کړې وې خو هغه وخت یې طالبانو مخالفت کړی ؤ.

Leave a reply