د پاړه چنار نیول شوې خبریال دې آزاد کړې شي

0
68

باغی ټي وي رپورټ
د کرم يونين اف جرنلسټس او پاړه چنار پريس کلب غړى ساجد کاظمي د تېرو اتو ورځو راهسې د کرم انتظاميې په حراست کښې دے.

د ضلع کرم اپر کرم پاړه چنار پريس کلب د دفتر سيکرټري او د کرم يونين اف جرنلسټس غړي ساجد کاظمي د تيرو اتو ورځو راهسې د سرکاري هستوګنځي خالي کولو په تور نيولي شوي دي.
خبریالانو اوویل چې د هغه سرکاري کور باقاعده الاټمنٹ لري چې پکې خبريال ساجد کاظمي اوسیدل خو د اپر کرم اي سي زاهد يونس بيا هم هغه نيولی او د اتو نه تر لسو ورځو پورې بندي دی
خبریالانو اوویل چې سرکاري کور په اړه د ټولو قانوني غوښتنو د پوره کولو سره سر خبریال زنداني کول یو ظلم دې. د پاړه چنار خبریالانو اوویل چې خبریال دې زر تر زر خوشې نه کړې شو نو د اړوند ادارې په ضد به په ملي او نړیواله کچه لاریونونه پیل کړي.

Leave a reply