سلګونه کسانو کابل کې د امریکا ضد لاریون کړی

0
138

سلګونه کسانو کابل کې د امریکا ضد لاریون کړی

لاریون کوونکي وايي د امریکا د اقتصادي بندیزونو له امله افغانان له ستونزو سره مخ دی نو له همدې امله دې امریکا خپل بندیزونه لرې کړي او نړیوالو ته په هم په کار ده چې امریکا د افغانستان د شتمنیو ازادولو ته اړ کړي.

 

(2021 / 12  / 21 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په کابل کې سلګونه کسانو د امریکا ضد لاریون کړی دی،

په کابل ښار کې سلګونه کسانو د امریکا له سفارت سره نږدې ددغه هېواد پر ضد شعارونه ورکړي او وایي چې امریکا دې ژر تر ژره د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

دوی وایي چې امریکا په غیر قانوني توګه د افغانستان د خلکو شتمني کنګل کړې ده او دا کار دوی ته د منلو نه دی.

لاریون کوونکي وايي د امریکا د اقتصادي بندیزونو له امله افغانان له ستونزو سره مخ دی نو له همدې امله دې امریکا خپل بندیزونه لرې کړي او نړیوالو ته په هم په کار ده چې امریکا د افغانستان د شتمنیو ازادولو ته اړ کړي.

امریکا هغه مهال د افغانستان میلیاردونه ډالر شتمني کنګل کړه، چې طا لبانو د واک واګې واخیسته او تر دې دمه ددې شتمنۍ پر کنګل کولو ټینګار کوي.

Leave a reply