فلپین کې سخت توپان؛ د وژل شویو کسانو شمېر ۳۸۵ کسانو ته لوړ شوی

فلپین کې سخت توپان؛ د وژل شویو کسانو شمېر ۳۸۵ کسانو ته لوړ شوی
د فلیپین ځايي چارواکي وايي چې په توپان کې شاوخوا ۵۰ کسان لادرکه شوي او همدا راز پنځه سووه کسان ټپیان دي. تر څنګ یې نیم میلیون وګړي د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
(2021 / 12 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په فیليپین کې د توپان له امله د مړو شوو شمېر ۳۸۵ کسانو ته رسېدلی دی.
د فلیپین ځايي چارواکي وايي چې په توپان کې شاوخوا ۵۰ کسان لادرکه شوي او همدا راز پنځه سووه کسان ټپیان دي. تر څنګ یې نیم میلیون وګړي د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
توپان د پنجشنبې په ورځ پیل شو او د فیلیپین ګڼ ښارونه یې وځپل.
اړوند موضوعات:
فلپین کې سخت توپان؛ ۲۸۰ کسان یې وژلي دي
توپان خلکو ته پراخ مالي زیانونه اړولي دي او تر څنګ یې د ګڼو ښارونو ارتباطي لارې او سیستمونه پرې کړي دي.
چارواکي وایي چې د مرګ ژوبلې شمېره ښايي ځکه لوړه شي، چې له ډېرو سیمو سره لا هم اړیکه نشته ده.






