د رئیس الوزرا مرستیال: ژر به د کجکي د بند چارې بشپړې شي
د رئیس الوزرا مرستیال: ژر به د کجکي د بند چارې بشپړې شي
په دې لیدنه کې د ۷۷ ساختماني شرکت مسوول سیلمان جیلو ویلي چې هلمند کې د کجکي برېښنا بند پروژې چارې په خلاصېدو دي او په نږدې راتلونکي کې به افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
(2021 / 12 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ترکي پانګوالو او سوداګرو له پلاوي سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې د ۷۷ ساختماني شرکت مسوول سیلمان جیلو ویلي چې هلمند کې د کجکي برېښنا بند پروژې چارې په خلاصېدو دي او په نږدې راتلونکي کې به افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
اړوند موضوعات:
د قطر هېواد یو شرکت افغانستان کې د لمریزې برېښنا برخه کې پانګونه کوي
د نوموړي په وینا د یادې پروژې د لومړي فاز چارې چې د نوې فابریکې جوړول او د توربینونو نصبول پکې شامل دي ۹۲ سلنه بشپړې شوې او د ۲۰۲۲ میلادي کال تر مارچ میاشتې پورې به د ۳۳ میګاواټه برېښنا تولید په ظرفیت کار پيل او د ۲۰۲۲ میلادي کال د اپریل میاشتې تر وروستیو به یې درې واړه توربینونه په ۱۰۰ میګاواټه ظرفیت سره کار پیل کړي.