د اسلامی همکاریو سازمان افغانستان ته پۀ مرستو رسولو ټینګار کړی دی
د اسلامی همکاریو سازمان افغانستان ته پۀ مرستو رسولو ټینګار کړی دی
همدارنګه به یاد سازمان د بشردوستانه خدماتو لپاره د مرستو یو صندوق جوړوي.
دغه سازمان په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی چې افغانستان پراخو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او دوی به خپلې همکارۍ نه سپموي.
(2021 / 12 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان له افغانستان سره د مرستو پر میکانیزم هوکړه کړې ده.
د دغه سازمان د ځانګړې غونډې په پای کې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د اسلامي هکاریو نړیوال سازمان به له افغانستان سره بشردوستانه مرستې کوي، د خوړو د خوندیتوب په برخه کې به مرسته کېږي، د روغتیايي مرستو لړۍ به پیلوي، له نړیوالو بشردوستانه بنسټونو سره به افغانستان ته د مرستو رسولو پر څرنګوالي بحثونه کوي، د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو لپاره به هڅه کوي، دغه سازمان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکلی او هغه به د بشردوستانه خدماتو په برخه کې کار او همکاري کوي.
اړوند موضوعات:
د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان استازي کابل ته راځي
همدارنګه به یاد سازمان د بشردوستانه خدماتو لپاره د مرستو یو صندوق جوړوي.
دغه سازمان په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی چې افغانستان پراخو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او دوی به خپلې همکارۍ نه سپموي.