په ډیره اسماعیل خان د عوامي نیشنل ګوند امیدوار اووژل شو

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان ضلع کې د عوامي نیشنل ګوند د ډیره سټي میر امیدوار عمر خطاب شیرانی د خپل کور بهر نامعلومو وسله والو په ډزو ویشتلې او وژلې دې.
په رسنیو کې د عمر خطاب د قتل خبرونه خپاره شوي دي او سرچینې وایی چې په ډیره اسماعیل خان کې د بلدیاتي ټاکنو د روسته کیدلو امکان څرګند شوی دي چې دا په بله نیټه اعلان شي.
د مشرق ټي وي رپورټ مطابق په ډېره اسماعيل خان کې د سټي مییر څوکۍ لپاره د عوامي نېشنل ګوند کانديد عمر خطاب شېراني د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوى، د کورنۍ سرچينې وايي، چې عمر خطاب په ډېره اسماعيل خان کې د ښاروال لپاره کانديد وو.
د یادونې ده چې د خیبر پښتونخوا په بیله بیلو سیمو او قبایلي سیمو کې د عوامي نیشنل ګوند مشران او نور غړي وخت په وخت نامعلومه وسله والو له لوري وژل شوي دي.
……………………………………………………………………….





