علم ګل حقاني: سر لۀ سبا (یکشنبې) به د کابل پۀ ګډون ټولو ولایتوتو کې د پاسپورټ د وېش لړۍ پیل شي
علم ګل حقاني: سر لۀ سبا (یکشنبې) به د کابل پۀ ګډون ټولو ولایتوتو کې د پاسپورټ د وېش لړۍ پیل شي
د نوموړي په خبره، د پاسپورټونو په انلاین فورمو کې بدلون راغلی او اوس په زړو فورمو پاسپورت نه ورکول کېږي. هغه ویلي، څوک چې ولایتي تذکره لري باید مربوطه ولایت ته ولاړ شي، ځکه په کابل کې پاسپورت نه ورکول کېږي.
(2021 / 12 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
نوموړي نن شنبه د قوس په ۲۷مه یوې خبري غونډې ته وویل، چې دوی به هره ورځ شاوخوا اوه زره پاسپورتونه ووېشي.
د نوموړي په خبره، د پاسپورټونو په انلاین فورمو کې بدلون راغلی او اوس په زړو فورمو پاسپورت نه ورکول کېږي. هغه ویلي، څوک چې ولایتي تذکره لري باید مربوطه ولایت ته ولاړ شي، ځکه په کابل کې پاسپورت نه ورکول کېږي.
د پاسپورټ سرپرست رییس دغه راز د چارواکو او روغتیایي مرکزونو څخه وغوښتل چې چاته سپارښت لیکونه ور نهکړي او له هېوادوالو یې و غوښتل چې کمیشنکارانو ته پیسې ورنکړي، هغه وایي د بل چا په لاس هیڅ ډول اجراات نه کېږي
هغه اعلان وکړ، چې د پنجشنبې ورځ یې د مجاهدینو لپاره ځانګړې کړې او په دې ورځ به عامو وګړو هېڅ ډول پاسپورټ نه وېشل کېږي.
د ښاغلي حقاني په وینا، تر دې دمه په مرکز او ولایتونو کې ستر کمیشنکاران چې له خلکو څخه یې د پاسپورت ترلاسه کېدو لپاره پيسې اخیستلې، نیول شوي دي.
د یادونې ده چې په کابل کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ د شاوخوا یوه میاشت ځنډ وروسته پیل شوې ده.





