د ا.ا.ا وايي چې د راتلونکي کال بودیجه د تصویب لپاره د وزیرانو شورا ته لېږو

د ا.ا.ا وايي چې د راتلونکي کال بودیجه د تصویب لپاره د وزیرانو شورا ته لېږو
حقمل زیاتوي د مالیې وزارت له لوري د بودجې چمتو کولو چارې وروستي پړاو کې دي او په وینا یې دا لومړی ځل دی، چې پر بهرنیو مرستو له تکیې پرته افغانستان کې بودجه چمتو کېږي.
(2021 / 12 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
مالیې وزارت وايي، د راتلونکي مالي کال لپاره یې بودجه وروستۍ کړې ده.
د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي، د راتلونکي کال مالي بودجه نهايي شوې ده او د تصویب لپاره به د وزیرانو شورا ته استول کېږي.
حقمل زیاتوي د مالیې وزارت له لوري د بودجې چمتو کولو چارې وروستي پړاو کې دي او په وینا یې دا لومړی ځل دی، چې پر بهرنیو مرستو له تکیې پرته افغانستان کې بودجه چمتو کېږي.
د نوموړي په وینا د عادي بودجې تر څنګ لږ خو بنسټیزې انکشافي پروژې هم په دې بودجه کې په پام کې نیول شوې دي.






