عراق کې د امریکايي ځواکونو پۀ کتار خونړی برید شوی 

0
161

 عراق کې د امریکايي ځواکونو پۀ کتار خونړی برید شوی 

  د عربي‌ رسنیو د خبر له مخې ددې برید مسئولیت د خیبر لوا په نامه یوې ډلې په غاړه اخیستی دی. همداشان دې ډلې ویلي‌ دي‌ چې هر څه ژر به د امریکايي ځواکونو پر خلاف د خپلو عملیاتو انځورونه او ویدیوګانې هم نشر کړي.

(2021 / 12 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

  د عراق په سویل کې د الدیوانیه ښار مسئولینو ویلي‌ دي‌ چې  پرون  پدې ښار کې د امریکايي ځواکونو په یو پوځي‌ کتار چاودنه شوې ده .

 د عربي‌ رسنیو د خبر له مخې ددې برید مسئولیت د خیبر لوا په نامه یوې ډلې په غاړه اخیستی دی. همداشان دې ډلې ویلي‌ دي‌ چې هر څه ژر به د امریکايي ځواکونو پر خلاف د خپلو عملیاتو انځورونه او ویدیوګانې هم نشر کړي.

 پدې برید کې امریکایي ځواکونو ته د اوښتو ځاني‌ زیانونو په اړه څه ندي ویل شوي.

 د ویلو ده چې پدې وروستیو میاشتو کې په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر خلاف ډیری بریدونه د هغه ډلو لخوا کیږي‌ چې په لویدیځه اسیا کې ددوې د روان پوځي‌ حضور مخالفې دي.

 د یادونې ده چې په عراق  کې پر امریکايي ځواکونو هغه وخت د بریدونو کچه لوړه شوه چې د ۲۰۲۰ کال د جنوري‌ په میاشت کې د ایران تر ټولو پر پياوړي قومندان او د حشد الشعبي‌ پر مرستیال مرګوني‌ بریدونه وکړل.

 د سلیماني‌ او ابو مهدي‌ المهندسي‌ د وژل کیدو نه وروسته په عراق کې پر امریکايي ځواکونو د بریدونو کچه لوړه شوه.

Leave a reply