ډیره اسمعیل خان کې د ټي ټي پي کمانډر اووژل شو

0
134

باغی ټي وي رپورټ
د ډیره اسماعیل خان په کلاچي سیمه کې د ترهګرو په ضد د استخباراتي معلوماتو پر اساس د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د ډیره پولیسو له لوري په عملیاتو کې یو مطلوب ترهګر (کمانډر) وژل شوی، د عملیاتو مشر په بریالیتوب سره ترسره شو.

د مشرق نیوز رپورټ مطابق د کلاچي پوليسو او نورو ځواکونو په تکواړه سيمه کې د تحريک طالبان پاکستان (ګنډاپور) ډلې د ترهګرو د موجوديت په اړه د اطلاع په اساس سيمه کلابنده کړه او عملیات ی پیل کړل.
دپټو معلومان په اساس دغه ترهګر په يوه ودانې کې ناست وو چې دتروريستي فعاليتونو دترسره کولو پلان يې درلود.
رپورټ زیاتوي چې ترهگرو پوليس او سکيورټي فورسز باندې ناڅاپي ډزئې شروع کړې، په دغه مهال هغوي 03 لاسي بمونه وغورځول او حمله ئې وکړه.
د مشرق رپورټ مطابق کلاچي او نورو پوليسو او امنيتي ځواکونو هم جوابي ډزي وکړې، چي له امله ئې پوليسو محاصره سخته کړه او د تحريک تر ټولو مطلوب وسله وال ئې ونيولو. د طالبانو په ډزو کې د ټي ټي پي ګنډاپور ډلې کمانډر طاهر زمان عرف باسط عرف طارق عرف شیخ د نعمت الله زوی اووژل شول او نورو ترهګر د شپې نه ګټه پورته کړه او په تیښته کې بریالي شول.

Leave a reply