د قوم لپاره د حکومت یو مهم اعلان

0
206

باغی ټي وي رپورټ
حکومت د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې د کمي اعلان کړے دې .

د مشرق رپورټ مطابق د حکومت له اړخه جاري شوي د نوټيفيکيشن مطابق د پټرولو په نرخ کښې پنځه روپۍ في ليټر، د خاورو تیلو په قيمت کښې اووه روپۍ في ليټر، د لائټ ډيزل په قيمت کښې اووه روپۍ في ليټر کمي اعلان کړې ده۔ .کمي او هائي سپيډ ډيزل هم پنځه روپئ في ليټر ارزان کولو اعلان کړې دې.
ځای اولس له اړخه د حکومت دې اعلان ستاینه شوې ده او ویلی دي چې په دې ګرانۍ کې حکومت یوه ښه فیصله کړې ده چې د پیټرولو قیمتونو ی کم کړي دي.
د یادونې ده چې په ټول ملک کې سیاسی او غیر سیاسي تنظیمونو د حکومت له اړخه د خوراکی توکو او د ژوند نور ضروري څیزونو د ګرانولو په ضد احتجاجونه پیل کړي دي او غوښتنه کوي چې حکومت په اولس ته اسانتیاوي ورکولو کې ناکامه شوي دې.

Leave a reply